تلګراف:

امریکا هڅه کوي له طالبانو سره خبرې بېرته پيل کړي

22 میزان 1398 ساعت 7:41

برېتانوۍ تلګراف ورځپاڼه وايي، د افغانستان جګړه یوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي او امریکا هڅه کوي، له طالبانو سره خبرې بېرته پیل کړي.


برېتانوۍ تلګراف ورځپاڼه وايي، د افغانستان جګړه یوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي او امریکا هڅه کوي، له طالبانو سره خبرې بېرته پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې په یوه مقاله کې لیکلي، چې د امریکا د مذاکراتي ټیم ځینو غړو ورته ویلي، طالبان له اوبند نه انکار کوي او ځینې نور موارد هم دي، چې له منلو یې په شاه کېږي.

په مقاله کې وړاندې ویل شوي، امریکا او ټول اړخونه په دې ټینګار کوي چې د جګړې د پای او مذاکراتو د لا ګټورتوب لپاره باید طالبان اوربند اعلان کړي خو طالبان دې مسئلې ته غاړه نه اېږدي، چې له همدې امله مذاکرات جنجالي شوي دي.

تلګراف لیکي امریکا او د مذاکراتو نور اړخونه هڅه کوي طالبان دې ته تیار کړي چې اوربند ومني او تر هغه وروسته اغېزناک او ګټور مذاکرات بېرته پيل کړل شي.

ورځپاڼې دا نه دي ویلي، چې دواړه لوري به څه وخت مذاکرات پیل کړي خو د سرچینو په حواله لیکي چې د مذاکراتو د بیا پيل هڅې روانې دي.

په ورته وخت کې طالبانو هم هڅې پیل کړې، چې له امریکا سره بیا خبرې پیل شي او په همدې موخه یې د سیمې ځینو هېوادونو ته سفرونه هم کړي دي.

طالبانو، مسکو، چین، ایران، مالیزیا او پاکستان ته د سفرونو پر مهال ټینګار کړی، چې دوی د سولې خبرو ته ژمن دي او غواړي له امریکا سره خبرې وکړي.

په دې وروستیو کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ اسلام آباد ته د طالبانو تللي پلاوی له خلیلزاد سره وکتل او تمه یې وښوده، چې له امریکا سره به یې خبرې ژر پیل شي.

د طالبانو سره د امریکا د خبرو د بیا پیل خبره پر داسې مهال راپورته کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې دي.

نوموړي په وار وار ویلي، چې طالبانو تاوتریخوالی کم نه کړ، بلکې د سولې د خبرو په جریان کې یې د خونړیو بریدونو په تر سره کولو هڅه کوله، چې دغه پروسه کې زیات امتیازات واخلي، خو هر څه یې خراب کړل.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121303

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121303/

جمهور
  https://www.jomhornews.com