وال سټریټ ژورنال:

که طالبان اوربند وکړي، ښايي امریکا ورسره خبرې بېرته پیل کړي

22 میزان 1398 ساعت 7:56

وال سټرېټ ژورنال ورځپاڼه د افغانستان په اړه یوه مطلب کې وایي، که وسله وال طالبان تاوتریخوالی کم کړي کېدای شي امریکا ورسره خبرې بېرته پیل کړي.


وال سټرېټ ژورنال ورځپاڼه د افغانستان په اړه یوه مطلب کې وایي، که وسله وال طالبان تاوتریخوالی کم کړي کېدای شي امریکا ورسره خبرې بېرته پیل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکا هم هڅه کوي، چې له طالبانو سره لغوه کړې خبرې له سره پیل کړي، خو په دې شرط چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي.

د ورځپاڼې په باور د سولې خبرو د بیا پیل لپاره د امریکا له هڅو یوه هم دا ده، چې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې اړه له امریکايي دیپلوماتانو سره خبرې کړې دي.

دغه راز سرچینه وایي، خلیلزاد په اسلام آباد کې د طالبانو له پلاوی سره هم لیده کاته کړي و، څو د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره د باور فضا رامنځ ته کړي.

خو ورځپاڼه ټینګار کوي، چې طالبان باید د خبرو د پیل لپاره مخکې له مخکې تاوتریخوالی کم کړي او د تاوتریخوالي کمولو بیلګه به د تېر اختر په څېر څو ورځنی اوربند وي.

د یادونې ده، چې برېتانوۍ تلګراف ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې ویلي امریکا هڅه کوي، چې له طالبانو سره خبرې بېرته پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 121305

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121305/

جمهور
  https://www.jomhornews.com