د ټاکنو مرکزي سېستم ته د معلوماتو د لېږد بهیر پیل شوی دی

22 میزان 1398 ساعت 8:08

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، له بایومتریک دستګاوو څخه مرکزي سیسم ته د ټاکنو د معلوماتو د لېږد بهیر رسمآ پیل شوی دی.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، له بایومتریک دستګاوو څخه مرکزي سیسم ته د ټاکنو د معلوماتو د لېږد بهیر رسمآ پیل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا د مشر حبیب الرحمن ننګ په وینا د معلوماتو د لېږد بهیر پرون یکشنبې د تلې ۲۱ مه مازیګر ناوخته په رسمي ډول پیل شو.

نوموړي زیاته کړې، چې مرکزي سېستم ته د معلوماتو د لېږد لپاره درې ورځې د کاندیدانو له څارونکو سره په همغږۍ او د هغوی په قناعت تېرې شوې او بالاخره وتوانېدل چې پرون دا بهیر د څارونکو په وړاندې رسماً پیل کړي.

ښاغلي ننګ ویلي، د نوماندانو څارونکي په ځینو برخو کې د دوی د کارونو د چټکتیا په وړاندې خنډ شوي او له همدې کبله دوی د انتخاباتو د لومړنیو پایلو د اعلان لپاره د چمتووالي په مهالوېش کې وروسته پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر ننګ وړاندې د ټاکنو کمېسیون غړي مولانا محمد عبدالله ویلي و، چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې به څو ورځې وځنډېږي.

د ټاکنو کمېسیون د مهال وېش له مخې د ټاکنو لومړنۍ پایلې باید د تلې په ۲۷ مه نېټه اعلان شي خو اوس د کمېسیون د دارالاانشا رییس هم منلې، چې ښایي د ټاکنو پایلې له مهال وېشه شاته پاتې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121306

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121306/

جمهور
  https://www.jomhornews.com