راپورونه وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو پلازمېنه کابل کې د عبدالغفور ندیم په نوم د یوې لېسې مدیر په ډزو وژلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن دوشنبې د تلي ۲۲ مه سهار مهال د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
راپورونه وایي، د عبدالغفور ندیم لېسې مدیر سید ضیا الدین له خپل کور ښوونځي ته روان وو، چې ښوونځي ته نېږدې وسله والو کسانو پرې برید کړی او وژلی یې دی.
تر اوسه د پېښې لامل نه دی په داګه شوی، خو امنیتي سرچینو ویلي، چې دوی په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.
دا په داسې حالې ده، چې وړمه ورځ مازیګر مهال د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند له ګڼې ګوڼې ډکه کوټه سنګي سیمه کې ناپېژانده وسله والو کسانو د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ ولسوال زار محمد هم په ډزو و واژه.
دا په تېرو دوه ورځو کې دوهم غلچکي برید دی، چې په کابل کې تر سره کېږي او کابل ښاریان یې په اندېښنه کې اچولي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل