دفاع وزارت: په ۷ ولایتونو کې ۴۶ طالبان وژل شوي

22 میزان 1398 ساعت 9:55

ملي دفاع وزارت د هېواد په ۷ ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۶۳ وسله والو طالبانو او داعشیانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت د هېواد په ۷ ولایتونو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ۶۳ وسله والو طالبانو او داعشیانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د تلې ۲۲ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار، بدخشان، بلخ، غزني، تخار، میدان وردګ او هلمند کې د طالبانو پر ضد ۱۴ یرغلیز او چاڼیز او ۱۴ هوایي عملیات تر سره کړي.

خبرپانه وايي، د ننګرهار په پچیراګام او خوګیانو کې د هوايي بریدونو پر مهال د پنځو داعشیانو په ګډون ۱۳ طالبان وژل شوي او دوه موټر سایکلونه یې له منځه وړل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې بیا د هوايي برید پر مهال ۱۰ طالبان وژل شوي، یو پټنځای یې له منځه وړل شوی او یوه اندازه وسلې او مهمات یې تخریب شوي دي.

د دفاع وزارت په وینا د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې بیا د هوایي برید په ترڅ کې ۸ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې د غزني د مرکز اړوند او مقر ولسوالۍ کې د ملي اردو عملیاتو کې ۶ وسله وال وژل شوي ۳ تنه ټپیان او دوه موټر سایکلونه یې له منځه وړل شوي دي.

ملي دفاع وزارت وايي، د تخار په خواجه بهاو الدین ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې پنځه تنه وسله وال وژل شوي او د میدان وردګو په مرکز او چک ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال د طالبانو د قوماندان قاري خالد په ګډون ۴ طالبان وژل شوي دي.

همدارنګه ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې د هلمند ګرمسیر ولسوالۍ کې بیا د ملي اردو ځانګړو ځواکونو عملیات کړي او دوه طالبان یې نیولي دي.

طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121320

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121320/

جمهور
  https://www.jomhornews.com