د پولیو واکسین پیل شو، اته نیم میلیونه ماشومان به واکسین شي

22 میزان 1398 ساعت 10:51

د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبې د تلې ۲۲ مه په ټول هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ.


د عامې روغتیا وزارت نن دوشنبې د تلې ۲۲ مه په ټول هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت وزارت وايي، د افغانستان په ۳۲۴ ولسوالیو کې به اته نیم میلیونه ماشومانو ته د ګوزن یا پولیو ضد واکسین ورکړل شي.

د عامې روغتیا وزارت د خبر پانې له مخې دغه کمپاین پنځه ورځنی دي، چې په ترڅ کې به یې له پنځو کلونو د کمر عمر ماشومان واکسین شي.

دغه کمپاین په هغو سیمو کې پلی کیږي، چې یو شمیر ماشومانو ته د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د پولیو ضد تیرو کمپاینونو کې واکسین ورکړل شوي وو.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز د دغه کمپاین د پیل پر مهال له کورنیو غوښتي، چې هغو ماشومانو ته، چې په تیرو کمپاینونو کې يې د پولیو واکسین نه دی اخیستی واکسین کړي.

نوموړي ویلي«د هېواد په یو شمېر سیمو کې د پولیو واکسین د کمپاینونو د اوږد ځنډ او وقفې د راتلو په اړه انديښمن یو چې له امله یې ګڼ شمیر ماشومان د پولیو د لوړ خطر او ګواښ لاندې راغلي، نو دا ډيره مهم خبره ده چې د واکسین څخه پاتې شوي ماشومان باید ددې ناروغۍ په وړاندې واکسین کړل شي.»

ښاغلي فیروز د کورنیو څخه غوښتي، چې د دغه کمپاین په ورځو کې دې د واکسیناتورانو سره، چې د هغوی کورنو ته ورځي همکاري وکړي.

دغه راز نوموړي ویلي، په کومو سیمو کې چې زموږ ساحوي کمپاینونه په روغتیايي مرکزونو کې پلي کېږي، د ټولو میندو او پلرونو څخه غواړي، چې خپل ماشومان دغو روغتیايي مرکزونو ته د واکسین کولو په خاطر ور ولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121326

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121326/

جمهور
  https://www.jomhornews.com