ولسمشر غني د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان سره کتلي

22 میزان 1398 ساعت 11:40

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه کې ویلي، چې افغان ځواکونو جګړه کې دښمن ته ماته ورکړې.


افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه کې ویلي، چې افغان ځواکونو جګړه کې دښمن ته ماته ورکړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني پرون یکشنبې د تلې ۲۱ مه ماښام جنرال سکاټ مېلر خپل حضور ته ومانه او د روان امنیتي حالت په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

ولسمشر غني له افغان ځواکونو د ناټو له ملاتړ څخه د مننې تر څنګ ویلي، چې په افغان ځواکونو کې د پخوا په پرتله همغږي زیات شوې او همدا لامل دی، چې ترهګرو په جګړه کې ماته خوړلې.

ښاغلي غني زیاته کړې، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د تروریزم ضد مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې ګډه همکاري او ملاتړ مهم دی.

په ورته وخت کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ورځ تر بلې زیاتېدونکی ظرفیت او محاربوي وړتیاوې ستایلې او د تروریستانو په ځپلو کې یې د هغوی وروستي عملیات بریالي وبلل.

جنرال میلر د افغانستان د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ زیاتوالی د هغوی د بریالیتوب لامل وباله او د دې ارګانونو په اړه د شوې ارزونې راپور یې له جمهوررئیس سره شریک کړ.

هغه زیاته کړې، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په جګړه کې دښمن ته ماتې ورکړې او په دې وروستیو کې یې د تروریستانو مهم کسان له منځه وړي او ډېرې سیمې یې له هغوی بېرته نیولې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 121327

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121327/

جمهور
  https://www.jomhornews.com