د ټاکنو کمېسیون:

نېږدې دوه میلیونه بایومتریک رایې مرکزي سیستم ته لېږدول شوې دي

22 میزان 1398 ساعت 13:16

د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، تر اوسه پورې نېږدې دوه میلیونه رایې له بایومتریک دستګاوو څخه مرکزي سیستم ته لېږدول شوې دي.


د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، تر اوسه پورې نېږدې دوه میلیونه رایې له بایومتریک دستګاوو څخه مرکزي سیستم ته لېږدول شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټاکنو کمېسیون پرون یکشنبې د تلې ۲۱ مه په رسمي ډول له بایومتریک دستګاو مرکزي سیستم ته د رایو د لېږدل لړۍ پیل کړې دي.

د کمېسیون مشرې حورا علم نورستاني نن دوشنبې د تلې ۲۲ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې د ټاکنو ۵۵۵۸ فورمونه سکن شوې او ۲۵ زره ۵۶۰ د پایلو فورمونه چاڼ شوي دي.

نوموړې زیاته کړه، چې د پایلو ۸۷ فورمونه څېړل شوي او ۴۳۲ نور د بیا شمېرنې لپاره وړاندې شوي، چې ژر به وشمېرل شي.

په ورته وخت کې د ټاکنو کمېسیون غړې رحیمې ظریفي و ویل، چې تر اوسه پورې مرکزي سرور یا سیسټم ته د ۲۲۵۸۸ محلونو رایې داخلې کړې چې شمېر یې ۱۷۳۷۰۷۸ ته رسېږي.

نوموړې زیاته کړه، یوازې د څه باندې ۳۹۰۰ محلونو رایې پاتې دي چې ډېر ژر به هغه هم مرکزي سرور ته ولېږدول شي.

د ټاکنو کمېسیون چارواکو یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې دوی ته یوازې بایومتریک شوې رایې د منلو او اعتبار وړ دي او په پوره شفافیت سره به هغه څه ولس ته اعلان کړي، چې د ولس غوښتنه ده.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د یاد کمیسیون د دارالانشا رییس وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې به پر خپل ټاکلي وخت اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 


د مطلب کود: 121333

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121333/

جمهور
  https://www.jomhornews.com