هغه غله نیول شوي، چې د وارداتي برېښنا مزي یې پرې او غلا کول

22 میزان 1398 ساعت 14:22

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، هغه درې تنه غله نیول شوي، چې غزني ته د وارداتي برېښتا مزي یې پرې کول او بیا یې پلورل.


د افغانستان برېښنا شرکت وایي، هغه درې تنه غله نیول شوي، چې غزني ته د وارداتي برېښتا مزي یې پرې کول او بیا یې پلورل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برېښنا شرکت پر خپله فسبوک پاڼه د نیول شویو کسانو انځور هم خپور کړی او ورسره لیکلي، چې یې دي، چې دغه غله نن دوشنبې د تلې ۲۲ مه د غزني ولایت په مربوطاتو کې نیول شوي دي.

پرېښنا شرکت وایي، دغه غلو غزني ولایت ته د وارداتي برېښنا مزي پرې کول او وروسته یې پولورل، چې ورسره د لینونو د پرېکولو وسایل هم نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست تېره اونۍ په سالنګونو کې هم څلور کسان کابل ته د وارداتي برېښنا د یوې پایې د تخریب په تور ونیول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121338

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121338/

جمهور
  https://www.jomhornews.com