په ترکیه د امریکا د بندیزو پیل، درې وزارتونه یې په تور لېست کې شامل کړل

23 میزان 1398 ساعت 10:30

امریکا په سوریه کې د عملیاتو له امله پر ترکیې د بندیزونو لګولو لړۍ پیل کړې او په لومړي قدم کې یې د دغه هېواد درې وزارتونه په تور نوملړ کې شامل کړی دي.


امریکا په سوریه کې د عملیاتو له امله پر ترکیې د بندیزونو لګولو لړۍ پیل کړې او په لومړي قدم کې یې د دغه هېواد درې وزارتونه په تور نوملړ کې شامل کړی دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سپینې ماڼۍ په یوه خبرپانه کې ویلي، پر ترکیه یې د بندیزونو موخه د سوریې په شمال کېدکردي ځواکونو پر ضد د روانو ترکي عملیاتو درول دي.

د دغه بندیزو په لړ کې واشنګټن په لومړي ځل د ترکیې دفاع، کورنیو چارو او انرژۍ وزارتونه په تور نوملړ کې شامل کړي او په امریکا کې یې د هغوی شتمنۍ کنګل کړي دي.

د دې تر څنګ امریکا د ترکیې د یادو وزارتونو په وزیرانو هم بندیزونه لګولي او ټینګار یې کړي، چې امریکا به پر ترکي پولادو ګمرکي مالیې ۵۰ سلنه لوړې کړي او د سوداګرۍ د یوه تړون په اړه به هم ورسره خبرې ودروي.

په ورته وخت کې د ټرمپ مرستیال مایک پېنس ویلي، ډونالډ ټرمپ له ترکي ولسمشر اردوغان سره په ټلیفوني خبرو کې له هغه غوښتي چې ژر تر ژره د اوربند غوښتنه وکړي.

د هغه په وینا بندیزونه به تر هغې دوام وکړي او لا به سخت شي، چې ترکیه ژر تر ژره یوه اوربند ته غاړه کېږدي، تاوتریخوالی پرېږدي او له سوریې سره د پولې پر موضوع خبرو ته تیاره شي.

ټرمپ هم په یوه تازه ټوېټر کې ویلي و، چې امریکا به له ترکیې سره جګړه کې ښکېل نه کړي، خو په وینا یې سخت بندیزونه به پرې ولګوي.

د امریکا ولسمشر وړاندې هم ترکیې ته خبرداری ورکړی و، چې که په سوریه کې د کردانو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي، نو د ترکیې اقتصاد به ورتباه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121353

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121353/

جمهور
  https://www.jomhornews.com