د کډوالو نړیوال سازمان افغانستان سره ۳۰ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه

23 میزان 1398 ساعت 13:46

د کډوالو نړیوال سازمان له افغانستان سره د بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو سره د مرستې په موخه د ۳۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه.


د کډوالو نړیوال سازمان له افغانستان سره د بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو سره د مرستې په موخه د ۳۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه مرستې د کولو هوکړه نن سه شنبې د تلې ۲۳ مه د افغان حکومت د اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په حضور کې د کډوالو نړیوال سازمان او د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بخلي تر منځ لاسلیک شوه.

اجرائیه ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې وایي، د کډوالو چارو وزیر ښاغلي بلخي په دې ناسته کې و ویل، چې له بې ځایه شویو کورنیو سره تر دې دمه ټولې بېړنۍ مرستې تر سره شوې دي.

نوموړي ویلي، چې په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې تر دې دمه شاوخوا ۴۹۵۰۶۹ کورنۍ د جګړو او بېلابېلو ستونزو له امله بې ځایه شوې دي چې یوازې ۵۲ زره کورنۍ له ژمنیو مرستو بې برخې پاتې دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر عالمي بلخي وايي، له دې ډلې ۱۹۸۲۳۳ کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ستنې شوې دي.

د کډوالو نړیوال سازمان په داسې حال کې له بې ځایه شویو او راستنېدونکو کورنیو سره د مرستې اعلان کوي، چې څو ورځې وړاندې یې د افغانستان په لوېدیځ کې د بې ځایه شویو کورنیو په وضعیت اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې و، چې دغه کورنۍ په ځانګړي ډول ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121359

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121359/

جمهور
  https://www.jomhornews.com