افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مرکزي او جنوبي آسیا لپاره د امریکا له ځانګړې استازې مېرمن الیس ویلز سره لیدلي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني نن سه شنبې د تلې ۲۳ مه له غرمې وروسته په ارګ کې مېرمن ویلز سره لیدلي دي.
ارګ وایي، په دغه لیدنه کې دواړو لورو پر ټاکنو، د سولې بهیر، سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو او امنیتي مسائلو خبرې وکړې.
ولسمشر غني ویلي، چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون خپلواکۍ او پرېکړو ته باید احترام وشي او زیاته کړې یې ده، چې د ټاکنیزو کمېسیونونو له لوري د پایلو تر اعلان وړاندې باید هېڅ نوماند د بریالیتوب ادعا ونه کړي.
په ورته وخت کې الیس ویلز ولسمشر غني ته د ټاکنو د تر سره کېدو د مبارکۍ په ویلو سره، ټاکنې د ولسواکۍ بنسټونو د تحکیم لپاره مهمې او ارزښتناکې بللې دي.
د یادونې ده، چې دا د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو تر پای ته رسېدو وروسته لومړی پوړی امریکايي چارواکی دی چې افغانستان ته سفر کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل