۰
المان خبري اژانس:

ښايي تر څلورو اونیو کمه موده کې د افغان سولې خبرې بیا پیل شي

سی شنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۲
د المان خبري آژانس د یوې سرچینې له قوله خبر ورکړی، چې ښايي تر څلورو اونیو کمه موده کې د افغانستان د سولې خبرې بیا پیل شي.
ښايي تر څلورو اونیو کمه موده کې د افغان سولې خبرې بیا پیل شي
د المان خبري آژانس د یوې سرچینې له قوله خبر ورکړی، چې ښايي تر څلورو اونیو کمه موده کې د افغانستان د سولې خبرې بیا پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې چې نوم یې نه دی ښودل شوی زیاته کړې، افغان جګړې د سوله ییز حل په موخه به خبرې تر څلورو اونیو په کمه موده کې پیل شي.

سرچینې زیاته کړې دا خبرې به بېرته له هغه ځایه پیل شي پر کوم ځای چې درېدلې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون طالبانو ته ځینو نېږدې سرچینو هم جمهور خبري آژانس ته تایید کړې وه، چې ډېر ژر به د سولې خبرې بېرته پیل شي.

د سیاسي چارو شنونکي او طالبانو ته نېږدې کس وحید مژده و ویل، چې د سولې خبرې به د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته سمدستی پیل شي.

هغه هم دا ویلي و، چې خبرې له صفره نه پیلېږي، بلکې له هغه ځایه به پیل شي، په کوم ځای چې درېدلې وې.

والسټرېټ ژورنال او تلګراف ورځپاڼو هم وړمه ورځ لیکلي و، چې ښايي د امریکا او طالبانو د سولې خبرې بیا پیل شي، خو په دې شرط چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي او اوربند وکړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم پرون په لندن کې یوې ناسته کې ویلي، چې ناټو د سولې خبرو د بیا پیل ملاتړ کوي، خو په دې شرط چې طالبان د خبرو د میز پر سر نرمښت وښيي او له ځینو غوښتنو تېر شي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي