د اروزګان کیزاب ولسوالۍ کې نږدې ۷۰ سرتېري کلابند دي

23 میزان 1398 ساعت 14:46

د اروزګان والي اسدالله سعید تاییدوي، چې د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې له ۷۰ زیات سرتېري د وسله والو طالبانو له خوا کلابند دي.


د اروزګان والي اسدالله سعید تاییدوي، چې د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې له ۷۰ زیات سرتېري د وسله والو طالبانو له خوا کلابند دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې والي نن سه شنبې د تلې ۲۳ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې طالبانو تېره اوونۍ ګیزاب ولسوالۍ کې پر څو امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې له سخت مقاومت سره مخ شول.

خو په وینا یې له ۷۰ زیات افغان سرتېري په دغه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا کلابند شوي، چې د خلاصون لپاره یې تازه دمي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به افغان ځواکونه د طالبانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي او دغه سرتېري به له کلابندۍ وژغوري.

د والي په وینا طالبانو غوښتل په مکمل ډول اروزګان ولایت ولکه کړي، خو د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ او ماته یې وخوړه.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 


د مطلب کود: 121369

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121369/

جمهور
  https://www.jomhornews.com