لغمان کې موټر بم د ۲۰ ماشومانو په ګډون ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

24 میزان 1398 ساعت 7:50

چارواکي وایي، لغمان ولایت کې نن سهار وختي یو موټر بم ځانمرګی برید شوی، خو تر اوسه یې د تلفاتو په اړه معلومات نشته.


چارواکي وایي، لغمان ولایت کې نن سهار وختي یو موټر بم ځانمرګی برید شوی، چې له امله یې په یوه جومات کې د ناستو زده کوونکو ماشومانو په ګډون ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برید نن چهارشنبې د تلې ۲۴ مه سهار شپږ نیمې بجې رامنځ ته شوی.

د لغمان د والي ویاند اسداله دولتزی جمهورخبري آژانس ته و ویل، چې برید د یوې مازدا ډوله موټر په وسیله د علیشنګ ولسوالۍ د ودانۍ مخې ته د امنیتي ځواکونو پر قرول شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه برید کې دوه سرتېري وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

د دولتیز په وینا چاودنه ځای ته نېږدې یو جومات هم وو، چې ماشومانو په کې سبق ویلو او د ښیښو ماتېدو له امله ۲۰ ماشومان هم ټپیان شوي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت د برید د تایید تر څنګ ویلي، په دغه چاودنه کې دوه سرتېري وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د برید مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:لغمان
 
 


د مطلب کود: 121381

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121381/

جمهور
  https://www.jomhornews.com