د طالبانو یوه سرچینه چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې وايي، د سولې خبرو د بیا پیلېدو نښې نښانې لیدل کېږي او طالبان هم خبرو ته چمتو دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د چینې په وینا تمه ده، چې په نېږدې راتلونکې کې د سولې خبرې بیا په قطر کې پیل شي.
دغه سرچینه زیاتوي، له امریکا سره د طالبانو د سولې یوه موافقه نهايي شوې او یواځې لاسلیک ته اړتیا لري، چې له لاسلیک وروسته به یې بین الاافغاني خبرو ته هم لار اواره شي.
سرچینه وایي، د سولې خبرو د بیا پیل لپاره د طالبانو استازو په اسلام آباد کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په وروستۍ کتنه کې خبرې کړې دي.
په ورته وخت کې جرمني ډي پي اې خبري آژانس هم د طالب سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې ښايي د سولې خبرې تر څلور نیمو اوونیو کمه موده کې بېرته پیل شي.
طالبانو ته نېږدې کس وحید مژده هم وایي، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته به د سولې خبرې بیا پیل شي.
والسټرېټ ژورنال او تلګراف ورځپاڼو هم څو ورځې وړاندې ویلي و امریکا هڅه کوي، چې له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل شي خو په دې شرط چې طالبان تاوتریخوالی کم او اوربند اعلان کړي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم ویلي ناټو د سولې خبرو د بیا پیل ملاتړ کوي، خو په دې شرط چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي او له ځینو غوښتنو تېر شي.
جمهورخبري آژانس:کابل