د ملي امنیت شورا:

د سولې لپاره کورنۍ او بهرنۍ همغږې چارکې چټکې شوې دي

24 میزان 1398 ساعت 8:26

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د افغان سولې لپاره د کورنۍ او بهرنۍ همغږۍ چارې چټکې شوې دي، چې د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره اساسي رول لري.


د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د افغان سولې لپاره د کورنۍ او بهرنۍ همغږۍ چارې چټکې شوې دي، چې د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره اساسي رول لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنيت شورا ټينګار کوي چې د افغانستان د سولې پروسه بايد همغږې او له ټولو اړخونو نهايي شوې وي.

د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل ویلي افغان حکومت به ډېر ژر د سولې په اړه د کورنۍ او بهرنۍ همغږۍ رامنځ ته کېدو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

نوموړي ویلي، چې په دې برخه کې کار شروع شوی دی او افغان حکومت همدا کار د سولې پروسې لپاره اساسي او بنسټیز بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په کابل کې ځينو بهرنيو چارواکو له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د ملي امنيت له سلاکار حمد الله محب سره هم د سولې پروسې په اړه خبرې وکړې.

نښې نښانې هم داسې ښکاري، چې کېدای شي د وسله والو طالبانو او امریکا تر منځ د سولې خبرې بیا پیل شي او ځینو سرچینو یې د پیلېدو تایید کړی دی.

د طالبانو یوه سرچینه چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې ویلي، د سولې خبرو د بیا پیلېدو نښې نښانې لیدل کېږي او طالبان هم خبرو ته چمتو دي.

دغه سرچینه زیاتوي، له امریکا سره د طالبانو د سولې یوه موافقه نهايي شوې او یواځې لاسلیک ته اړتیا لري، چې له لاسلیک وروسته به یې بین الاافغاني خبرو ته هم لار اواره شي.

سرچینه وایي، د سولې خبرو د بیا پیل لپاره د طالبانو استازو په اسلام آباد کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په وروستۍ کتنه کې خبرې کړې دي.

په ورته وخت کې جرمني ډي پي اې خبري آژانس هم د طالب سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې ښايي د سولې خبرې تر څلور نیمو اوونیو کمه موده کې بېرته پیل شي.

طالبانو ته نېږدې کس وحید مژده هم وایي، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته به د سولې خبرې بیا پیل شي.

والسټرېټ ژورنال او تلګراف ورځپاڼو هم څو ورځې وړاندې ویلي و امریکا هڅه کوي، چې له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل شي خو په دې شرط چې طالبان تاوتریخوالی کم او اوربند اعلان کړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم ویلي ناټو د سولې خبرو د بیا پیل ملاتړ کوي، خو په دې شرط چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي او له ځینو غوښتنو تېر شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 121390

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121390/

جمهور
  https://www.jomhornews.com