پولیسو ننګرهار کې ۲۸۰ کیلوګرامه نشه يی توکي نیولي

24 میزان 1398 ساعت 9:00

سیمه ییز چارواکي وايي، د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په ننګرهار ولایت کې ۲۸۰ کیلوګرامه نشه یی توکي او څلور قاچاقبر نیولي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په ننګرهار ولایت کې ۲۸۰ کیلوګرامه نشه یی توکي او څلور قاچاقبر نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو پرون سه شنبې د تلې ۲۳ مه جلال آباد ښار او مهمندرې ولسوالۍ کې یو لړ عملیات وکړل.

سرچینه زیاتوي، پولیسو درې تنه قاچاق وړونکي له ۱۲۰ کیلوګرامه نشه يي توکو سره چې په یوه کرولا موټر کې یې ځای پر ځای کړي و، هدف ته له رسېدو وړاندې د جلال آباد ښار د نهمې ناحیې اړوند سیمه کې ونیول.

دغه راز خبرپانه وايي، د ننګرهار په مهمند درې ولسوالۍ کې هم یو تن له ۱۶۰ کیلوګرامه چرسو سره هغه مهال نیولی، چې غوښتل یې دغه چرس وپلوري.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 121392

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121392/

جمهور
  https://www.jomhornews.com