د جلغوزو، پستې او زعفران قاچاق منع شو، قاچاق وړونکي به عدلي ارګانونو ته وسپارل شي

24 میزان 1398 ساعت 12:40

ولسمشر محمد اشرف غني په یوه تازه حکم کې له افغانستان څخه د جلغوزو، پستې او زعفرانو قاچاق منع کړی دی وايي، قاچاق وړونکي به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.


ولسمشر محمد اشرف غني په یوه تازه حکم کې له افغانستان څخه د جلغوزو، پستې او زعفرانو قاچاق منع کړی دی وايي، قاچاق وړونکي به عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر په دغه حکم کې امنیتي ځواکونو ته امر کړي، چې یادو محصولات د قاچاق په وخت کې ضبط او قاچاق وړونکي عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي کړي.

په دغه حکم کې دا هم ویلي شوي، موظفین د جلغوزیو، پستې او زعفرانو محصولاتو د قاچاق د مخنیوي برخه کې غفلت وکړي، د قانون مطابق تر عدلي تعقیب لاندې راځي.

د دې حکم په اساس ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه، امینتي ارګانونه او اړونده ادارې موظفې دي چې د چارو ادارې تخنیکي معاونیت سره په همغږۍ د یو مشخص پلان مطابق د هېواد ځمکنیو او هوایي پولو کې د جلغوزیو، پستې او زعفرانو د قاچاق د مخنیوي په اړه لازم اقدامات وکړي.

ولسمشر غني دا حکم پر داسې مهال ورکوي، چې مخکې یو شمېر سوداګرو شکایت کړی و، چې د پکتیا جلغوزي د ډیورند کرښې له لارې پاکستان ته قاچاق کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121396

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121396/

جمهور
  https://www.jomhornews.com