کابل کې د هند سفیر:

له افغانستان سره خپلو پوځي مرستو ته دوام ورکوو

25 میزان 1398 ساعت 7:51

په کابل کې د هند سفیر وینی کمار وايي، هېواد به یې له افغانستان سره د نورو برخو تر څنګ په پوځي برخو کې هم خپلو مرسیتو او همکاریو ته دوام ورکړي.


په کابل کې د هند سفیر وینی کمار وايي، هېواد به یې له افغانستان سره د نورو برخو تر څنګ په پوځي برخو کې هم خپلو مرسیتو او همکاریو ته دوام ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کمار دغه څرګندونې پرون چهارشنبې د تلې ۲۴ مه کابل کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سره په لیدنه کې کړې دي.

په کابل کې د هند سفیر ویلي، هېواد یې له افغانستان سره د نورو برخو تر څنګ په پوځي برخو کې هم مرستو او همکاریو ته چمتو دی او دوام ورکوي.

نوموړي ویلي، هند او افغانستان د دوستۍ اوږدې تاریخي اړیکې لري او دا دوستی او دوستانه اړیکې به دوام ولري.

په ورته وخت کې د افغانستام د ملي امنیت شورا سلاکار له افغانستان سره د هند د مرستو مننه کړې ده.

د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې د ښاغلي محب له قوله ویل شوي، چې یادې مرستې له ترهګرۍ او ورانکارو سره د حکومت مبارزه پیاوړې کوي او د ترهګرو له شره زموږ د وګړو ژوند او کورونه ژوغوري.

د یادونې ده، چې هند پرون دوه جنګي چورلکې هم د افغانستان ملي دفاع وزارت ته تسلم کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121410

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/121410/

جمهور
  http://jomhornews.com