۰
یونس قانوني:

طالبان نه د اسلام لپاره او نه هم د اشغال پر ضد جنګېږي، بلکې د پردیو د ګټو جګړه کوي

پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۶
د ولسمشرۍ پخواني لومړی مرستیال محمد یونس قانوني وایي، په افغانستان کې د طالبانو جګړه نه شرعي صبغه لري او نه هم طالبان د اشغال پر ضد جنګېږي.
طالبان نه د اسلام لپاره او نه هم د اشغال پر ضد جنګېږي، بلکې د پردیو د ګټو جګړه کوي
د ولسمشرۍ پخواني لومړی مرستیال محمد یونس قانوني وایي، په افغانستان کې د طالبانو جګړه نه شرعي صبغه لري او نه هم طالبان د اشغال پر ضد جنګېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قانوني، چې نن پنشنبې د تلې ۲۵ مه کابل کې د سولې او هوساینې تر نامه لاندې یوې غونډې ته خبرې کولې و ویل، چې د طالبانو جګړه د پردیو په ځانګړي ډول د ګاونډي هېواد د ګټو لپاره ده او دغه ډله د ګاونډي له خو د ستراتژیکو توکو په توګه کارول کېږي.

نوموړي و ویل، د طالبانو دغه ادعا چې د اسلام په خاطر جګړه کوي، ځکه غلته ده چې له یوې د افغانستان خلک ملسلمان دي او د دوی د مسلمان ولس پر ضد جنګېږي او له بلې خوا دغه ډلې هغه مهال چې په افغانستان کې هېڅ بهرني شتون نه درلود هم جګړه کوله.

ښاغلي قانوني و ویل«که طالبان وايي، چې دوی د اسلام په خاطر جګړه کوي، دا خبره ځکه غلته ده، چې په دې هېواد کې تر شهید استاد رباني، استاد سیاف، انجینر صاحب حکمتیار او مرحوم پیر صیب نه دوی ښه مسلمانان نه دي.»

دغه راز قانوني زیاته کړه چې د طالبانو دغه ادعا چې ګڼې د بهرنیو د اشغال پر ضد جګړه کوي، ځکه غلته چې ۱۹ کاله وړاندې افغانستان کې هېڅ بهرني شتون نه درلود، خو دغه ډلې جګړه کوله.

هغه و ویل«که دوی د اشغال خبر مطرح کوي، نو ایا د ګاونډي مداخله اشغال نه دی، که دوی د جګړې د دوام لپاره همدا پلمې ولټوي، دا ناسمه خبره ده.»

محمد یونس قانوني و ویل، چې په ټول کې د افغانستان جګړه داخلي جګړه نه ده، بلکې بهرنۍ جګړه ده، چې قرباني یې یوازې افغانان دي او ګټې یې د پردیو دي.

قانوني زیاته کړه«په ټول کې د بهرنیو ځواکونو شتون او د شریعت تطبیق کولو پلمه په حقیقت کې د جګړې د دوام لپاره د سرپوښ موندل دي، چې د بهرنیو کړیو له خوا د هېواد له پولو بهر طرحه او مدیریت کېږي.»

ده و ویل، چې په تېرو ۱۸ کلونو کې د سولې لپاره ګڼ فرصتونه و، خو دغه فرصتونه څه د امریکایانو له خوا او څه هم خپله د افغانانو له خوا په سمه توګه استفاده نه شول.

د هغه په وینا د امریکا تاریخي تېروتنه دا وه، چې د پاکستان په خوله یې باور وکړ او طالبان یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې یوه محلي ډله یاده کړه، چې امریکا ته خطر نه پېښوي او امریکا هم پرې باور وکړ.

قانوني وايي، د افغانانو تېروتنه بیا دا وه، چې په تېرو ۱۸ کلونو کې یې د جګړې اصلي رېښې نه پیدا کړې او نه یې هم ورته کومه ځانګړې حلار ولټوله.

نوموړي تکرار کړه، چې له طالبانو ابزارو په توګه کار اخستل کېږي او په وینا یې که د طالب ستونزه حل شوه، د افغانستان خلک دې د نورو ابزارو د راپيدا کېدو انتظار وکاږي.

د ولسمشرۍ پخواني مرستیال و ویل، د افغانستان ستونزه او جګړه به هغه مهال په اساسي شکل حل شي، چې دولت او ملت د سولې لپاره همغږي شي او له طالبانو سره د یوه ادرس له خوا خبرې وکړي.

قانوني دا هم و ویل، چې طالبان هم په واقعیت کې د دې ټولنې غړي دي او له وجود څخه یې انکار نه سمه خبره ده، خو په وینا یې که واقعي سوله مطلب وي، نو د سولې په خبرو کې د افغانستان د دولت، مدني ټولنې او طالبانو شتون اړین دی.

هغه په ټینګار سره و ویل، چې د واقعي سولې لپاره طالبان باید د افغانستان له دولت سره خبرو ته کېني او د دولت له شتون پرته سوله امکان نه لري.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي