۰

بلخ او هرات کې ۷ وسله وال حرفوي غله نیول شوي دي

پنجشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۸
د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په بلخ او هرات ولایتونو کې ۷ تنه وسله وال حرفوي غله نیولي دي.
بلخ او هرات کې ۷ وسله وال حرفوي غله نیول شوي دي
د کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په بلخ او هرات ولایتونو کې ۷ تنه وسله وال حرفوي غله نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن پنشنبې د تلې ۲۴ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، پولیسو د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د غلو څلور کسیزه ډله نیولې ده.

سرچینه زیاتوي، یادو وسله والو غلو له موټرسایکل په ګټنې د مزارشریف ښار په اړوند سیمو کې وسله والې غلاوې سازماندهي کولې، چې تېره ورځ د پولیسو د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت ویلي، چې له دې کسانو څخه دوه میله تفنګچې او دوه عرادې موټرسایکلونه هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.

په ورته وخت کې کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو په هرات ولایت کې هم د وسله والو غلو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي یادو غلو له پلاستیکي تفنګچو په استفادې هرات مېشتي ګواښل او د هغوی قیمتي مالونه یې لوټول.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، دې کسانو په لومړنیو څېړنو کې د هرات ښار د څلورمې حوزې په اړوند سیمو کې په ۱۰ قضیو کې لاس لرل منلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي