کورنیو چار وزارت: کابل کې مو د حقاني شبکې مهم غړی نیولی

27 میزان 1398 ساعت 10:15

کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو پلازمېنه کابل کې د حقاني شبکې یو مهم غړی نیولی دی.


کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو پلازمېنه کابل کې د حقاني شبکې یو مهم غړی نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د تلې ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د حقاني شبکې دغه نیول شوی مهم ډلمشر محمد صادق نومېږي.

خبرپاڼه کې ویل شوي د پولیسو ځانګړو ځواکونو محمد صاداق او دغه دوه همکاران د کابل په موسهي ولسوالۍ کې د یو لړ عملیاتو پر مهال نیولي دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، محمد صادق چې د حقاني شبکې یو مهم ډلمشر وو د کابل په ګڼو ترهګرویزو پېشو او ځانمرګو بریدونو په طرحه او لارښوونه کې یې لاس درلود.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121460

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121460/

جمهور
  https://www.jomhornews.com