۰
الازهر شریف:

په جومات کې د مسلمانانو وژل تر ټولو ستر وحشت او فساد دی

شنبی ۲۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۷
په نړۍ کې د اسلامي علومو تر ټولو ستر مرکز الازهر شریف د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې شوی برید په سختو ټکو غندلی وايي، په جومات کې د انسانانو وژل تر ټولو ستر وحشت او فساد دی.
په جومات کې د مسلمانانو وژل تر ټولو ستر وحشت او فساد دی
په نړۍ کې د اسلامي علومو تر ټولو ستر مرکز الازهر شریف د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې شوی برید په سختو ټکو غندلی وايي، په جومات کې د انسانانو وژل تر ټولو ستر وحشت او فساد دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ستر مرکز الازهر شریف په همدې موخه خپره کړې خبرپاڼه کې  د ننګرهار په هسکه مینه کې وروستی برید غندلی دی.

د الازهر شریف په اعلامیه کې ویل شوي، چې د بې ګناه انسانانو وژل، پر لمونځ کوونکو برید کول، د دوی په نښه کول، پر اسلامي مرکزونو کې وېره خپرول د ځمکې پر سر تر ټولو ستر وحشت او فساد دی.

اعلامیه زیاتوي، چې په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو او افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي او د خپلې خواخوږۍ مراتب له ټولو افغانانو سره شریکوي.

د دغه ستر علمي مرکز چارواکو هیله څرګنده کړې چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسېږي او د افغانستان مسلمانان په سوله ییزه او امنه فضا کې ژوند وکړی شي.

باید و ویل شي، چې د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په جودري سیمه کې پرون جمعه د جمعې د لمانځ پر مهال په جومات کې غبرګې چاودنې وشوې.

سیمه ییز چارواکي وایي، د لمانځ دوهم رکعت وو، چې چاودنه شوې او په کې ۶۴ تنه شهیدان شوي، چې اته تنه په کې ماشومان دي.

دغه راز په دغه چاودنه کې ۳۶ تنه نور هم ټپیان شوي او جومات په مکمل ډول له منځه وړل شوی دی.

د برید مسوولیت چا نه دی اخیستی، طالبانو په کې لاس لرل رد کړي، خو د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي برید داعشیانو کړی.

ملګرو ملتونو، ناټو، کابل کې د امریکا سفارت او ګڼو نورو شمېر هېوادونو هم دغه برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو بشري ضد جنایت بللی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي