غزني:دوه موټر بم ځانمرګي هدف ته له رسېدو وړاندې وژل شوي

27 میزان 1398 ساعت 13:08

سیمه ییز چارواکي وایي، غزني ولایت کې دوه موټر بم ځانمرګي برید کوونکي هدف ته له رسېدو وړاندې په یوه هوايي برید کې وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وایي، غزني ولایت کې دوه موټر بم ځانمرګي برید کوونکي هدف ته له رسېدو وړاندې په یوه هوايي برید کې وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني والي له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه نن شنبې د تلې ۲۷ مه د غزني ولایت زنخان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

خبرپاڼه وايي، دوه ځانمرګي برید کوونکي له چاوېدونکو توکو ډک موټر کې سپاره و، چې سهار وختي په زنخان ولسوالۍ کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د هوايي ځواک له خوا په نښه او له منځه یووړل شول.

سرچینه زیاتوي، طالبانو غوښتل په دغه موټر بم برید خونړې پېښه رامنځ ته کړي، خو هدف ته له رسېدو وړاندې یې پلان ورشنډ کړی شو.

په ورته وخت کې د والي دفتر په یوه بله خبرپاڼه کې وايي، ځانګړو ځواکونو تېره شپه په قرباغ ولسوالۍ کې د طالبانو یو مهم پټنځای کشف او له منځه وړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې له دغه پټنځای څخه ۱۷ کړۍ بوشکيي ماینونه، ۳۵ د هاوان مرمۍ او څلور صندوقه د دهشکې مرمۍ هم د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د غزني د والي دفتر وايي، په دواړو پېښو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني

 


د مطلب کود: 121465

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121465/

جمهور
  https://www.jomhornews.com