د سولې ولسي حرکت:

طالبانو په لوګر کې زموږ شپږ غړي نیولي دي

27 میزان 1398 ساعت 13:17

د سولې ولسي حرکت مسوولین وایي، طالبانو په لوګر ولایت کې د دوی د حرکت شپږ غړي برمته او له ځان سره یې نامعلوم ځای ته وړي دي.


د سولې ولسي حرکت مسوولین وایي، طالبانو په لوګر ولایت کې د دوی د حرکت شپږ غړي برمته او له ځان سره یې نامعلوم ځای ته وړي دي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې د دغه حرکت ویاند بسم الله وطندوست نن شنبې د تلې ۲۷ مه رسنیو ته په لېږلي ویډیويي پیغان کې ویلي، چې د سولې ولسي حرکت دغه غړي په مرکز کې طالبانو برمته کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د سولې ولسي حرکت شپږ تنه غړي له مرکز پل علم څخه د شهرک سیمې ته په لاره و، چې طالبانو په لار کې برمته کړي او له ځان سره یې نامعلوم لوري ته بېولي دي.

د وطندوست په وینا دغه کسان په شهرک کې یوې غونډې ته روان و، چې طالبانو نیولې، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې ولې یې نیولې او چېرته یې بېولي دي.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې طالبانو تر دې وړاندې په ځینو نورو ولایتونو کې هم د سولې ولسي حرکت غړي نیولي او تر یوې مودې پورې یې له ځان سره ساتلي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121466

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121466/

جمهور
  https://www.jomhornews.com