۰

ولسمشر د هسکې مېنې ولسوالي له خلکو سره د غم شریکۍ په موخه ننګرهار ته ولاړ

یکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۷
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د شوي خونړي برید د قربانیانو له کورنیو سره د غم شریکۍ په موخه دغه ولایت ته ولاړ.
ولسمشر د هسکې مېنې ولسوالي له خلکو سره د غم شریکۍ په موخه ننګرهار ته ولاړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د شوي خونړي برید د قربانیانو له کورنیو سره د غم شریکۍ په موخه دغه ولایت ته ولاړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسمشر غني سره په دغه سفر کې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار او ځینې نور چارواکي ملګرتیا کوي.

ولسمشر او ورسره پلاوی نن سهار یکشنبې د تلي ۲۸ مه د ننګرهار ولایت هسکې مېنې ولسوالۍ ته رسېدلی، تر څو د پېښې له قربانیانو سره غم شریکي وکړي.

ښاغلی غنی پر داسې مهال هسکې منې ولسوالۍ ته سفر کوي، چې د تېرې جمعې په ورځ د همدې ولسوالۍ د جودري سیمې په یوه جومات کې د لمانځه پر مهال خونړۍ چاودنه وشوه.

په دغه چاودنه کې ۶۶ تنه شهیدان شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي، چې په نړیواله کچه وغندل شوه او دا یو بشري او نه بښل کېدونکی جنایت وبلل شو.

که څه هم د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی او طالبانو په کې لاس لرل رد کړي، خو د هسکې مېنې ولسوال رضوان الله بشرمل د پېښې پړه پر داعش وسله والو اچولې.

نوموړي ویلي و، چې تر چاودنې وروسته داعشیانو مورچې نیولې وې او په هغه خلکو او سیمه ییزه پولیسو یې هم ډزې وکړې، چې غوښتل یې له جومات څخه جسدونه او ټپیان روباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي