۰

ملي امنیت په کابل کې د غلو درې کسیزه ډله نیولې ده

یکشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۰
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د دوی ځانګړو ځواکونو پلازمېنه کابل کې وسله والو غلو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده.
ملي امنیت په کابل کې د غلو درې کسیزه ډله نیولې ده
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د دوی ځانګړو ځواکونو پلازمېنه کابل کې وسله والو غلو یوه درې کسیزه ډله نیولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت نن یکشنبې د تلې ۲۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د غلو دغه ډله یې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې نیولې ده.

سرچینه زیاتوي، چې د وسله والو غلو له دغه درې کسیزه ډلې سره شپږ میله وسلې هم نیول شوې دي.

خبرپاڼه وايي، نیول کسان احمد ذکي مشهور په ذکي کمانډو چې د ډلې مشر دی، نوید مشهور په مومن د داد غلان زوی او حسیب الله د صفي الله زوی دي، چې په خپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی.

د ملي امنیت ریاست وايي دغه کسانو اعتراف کړی چې دوی د رییس عبید د وسله والو غلو په ډله کې وارنکاري فعالیتونه او وسله والې غلاوې کولې.

نیول شویو کسانو ویلي، کله چې رییس عبید د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو، نو دوی به له خلکو په ځانګړي توګه د یوه خصوصي پوهنتون له استادانو او محصلینو باج اخیست او کابل ښار کې یې وسله والې غلاوې کولې.

د ملي امنیت ریاست زیاتوي، دغه کسانو چې غوښتل یې د څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې یو موټر غلا کړي، د ملي امنیت ځواکونو له خوا وپېژندل شول او نیول شوي دي.

ملي امنیت دا هم ویلي، چې نیولو شویو کسانو د کابل ښار درې تنه اوسېدونکي چې دوی ته یې له پیسو له ورکړې انکار کولو هم وهلي ډبولي او ټپیان کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي