دفاع وزارت د ۷۷ وسله والو مخالفینو د وژل کېدو خبر ورکړی

28 میزان 1398 ساعت 10:05

د ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ۱۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د ملي دفاع وزارت وايي، د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې ۱۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن یکشنبې د تلې ۲۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د وسله والو پر ضد ۱۷ ګډ او یرغلیز، ۲۲ هوايي عملیات تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې عملیات په جوزجان، بغلان، هلمند، ننګرهاهر، غزني، سمنګان، زابل، بادغیس، کندوز، هرات او میدان وردګو ولایتونو کې تر سره شوي دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه ځمکنیو او هوايي بریدونو کې ۷۷ وسله وال مخالفین وژل شوي، ۳۳ تنه ټپیان او شپږ نور شکمن کسان نیول شوي دي.

ملي دفاع وزارت د افغان ځواکونو او ولسي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 121490

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121490/

جمهور
  https://www.jomhornews.com