سیمه ییز چارواکي وایي، لغمان ولایت کې په نشه يي توکو یو روږدي کس د ټوپک په ډزو خپله مور وژلې، پلار او ورور یې ټپیان کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زي ویلي، دغه پېښه تېره شپه (د تلې ۲۷ مه) د لغمان ولایت په قرغییو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي یو تن چې په نشه يي توکو روږدی وو د خپلې کورنۍ له غړو سره لومړی لفظي شخړه کړې او وروسته یې پرې ډزې کړې دي.
دی وایي، په دغه پېښه کې په نشه يي توکو د روږدي کس مور وژل شوې، پلار او ورور یې ټپیان شوي دي.
د لغمان د والي ویاند وایي، برید کوونکی له سیمې په تېښته بریالی شوی خو پولیسو یې د نیولو په لټه کې دي.
جمهورخبري آژانس:لغمان