ننګرهار کې د داعش ايرانی غړی حکومت ته تسليم شوی

28 میزان 1398 ساعت 10:31

سیمه ییز چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش یو ایرانی غړی افغان ځواکونو ته تسلیم شوی دی.


سیمه ییز چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش یو ایرانی غړی افغان ځواکونو ته تسلیم شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د داعش دغه ایراني غړي پرون شنبې د تلې ۲۷ مه په هسکه مېنه ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو ته تسلیم شوی دی.

سرچینه زیاتوي، یاد کس ۲۳ کاله عمر لري، او د ابو احمد ایراني له لوري د داعش په لیکو کې جذب شوو، چې تېره ورځ افغان ځواکونو ته تسلیم شو.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې تسلیم شوي کس پر خپلو کړنو پېښماني ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ په هسکه مېنه کې د جمعې لمانځه پرمهال چاودنې ۶۶ لمونځ کوونکي و وژل او ۳۶ نور یې ټپیان کړل.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 


د مطلب کود: 121493

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121493/

جمهور
  https://www.jomhornews.com