امریکا خپل سرتېري له سوریې و عراق ته لېږدوي

28 میزان 1398 ساعت 11:04

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپیر وايي، هڅه کوي، چې خپل یو شمېر سرتېري له سوریې وباسي او عراق ته یې ولېږدوي.


د امریکا دفاع وزیر مارک اسپیر وايي، هڅه کوي، چې خپل یو شمېر سرتېري له سوریې وباسي او عراق ته یې ولېږدوي.

د جمهور آژانس خبر له مخې اسپير په تازه څرګندونو کې ویلي، د سوریې په شمال کې وضعیت ګډوډ دی، خو دوی هڅه کوي له دغه سیمې خپل زر کسه سرتېري عراق ته ولېږدوي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه شمېر سرتېري به په عراق کې د داعش ډلې د بیا ودې او پیدا کېدو مخه نیسي.

د امریکا دفاع وزیر ټینګار کړی، چې د داعش د ودې مخنیوی باید وشي او دغه ډلې ته اجازه ور نه کړل شي چې بیا سر راپورته کړي.

خو په ورته وخت کې د امریکا د دفاع وزارت یوه بل چارواکي بیا ویلي، چې عراق ته د رسېترو د لېږدولو پرېکړه قطعي نه ده.

نوموړي زیاته کړې، که په سوریه کې وضعیت نور هم ترینګلی شي، نو دغه سترېري به بېرته خپل ماموریت ته ورګرځي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې د سوریې شمال څخه د امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121496

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121496/

جمهور
  https://www.jomhornews.com