مک کمېټه:

د کانونو د داوطلبۍ پروسه پېچلې او وخت نیونکې ده

28 میزان 1398 ساعت 13:18

د اداري فساد سره د مبارزې د نظارت او ارزونې ګډه کمېټه یا مک وايي، د افغانستان د کانونو د دواو طلبۍ د قراردادونو پروسه پېچلې او وخت نیوونکې ده.


د اداري فساد سره د مبارزې د نظارت او ارزونې ګډه کمېټه یا مک وايي، د افغانستان د کانونو د دواو طلبۍ د قراردادونو پروسه پېچلې او وخت نیوونکې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مک مسوولینو نن یکشنبې د تلې ۲۸ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د کانونو وزارت د ځینو قرارداونو د داوطلبۍ په برخه کې ناکامه وباله.

د دغه کمېتې د تحقیق آمر ادریس هاشمي په یاده ناسته کې و ویل د دوی کمېټې چې کوم وړاندیزونه د قرادادونو د دواطلبۍ په موخه وړاندې کړې و، تر اوسه نه دي عملي شوي او اصلاحات نه دي راغلي.

نوموړي و ویل، چې د موجوده کړنلارې پر بنسټ باید د کانونو د قرادادونو د دواطلبۍ پروسې راپور چې درې بېلا بېل ارګانونه یې په اړه یو شان کار کوي، باید ورته ولېږل شي، خو په وینا یې دغه کار ډېء وخت ته اړتیا لري.

دی وایي، د کانونو وزارت د یو کال په تېرېدو سره لا هم نه دی توانېدلی، چې د کانونو د قراردادونو د دواطلبۍ په برخه کې یوه ساده او له فساده خالي کړنلاره جوړه او وړاندې کړي.

هاشمي د کانونو په لویو قراردادونو کې د الکترونیکي سیستم نه پلي کېدل هغه بله ستونزه وبلله، چې په خبره یې د کانونو وزارت کې یې فساد ته لار هواره کړې ده.

نوموړی وایي، هغه کوم سیستم چې د کانونو وزارت د قراردادونو څخه د نظارت لپاره کال مخکې وړاندې کړی یوازې په وړو قراردادونو کې پلی کېږي.

په ورته وخت کې د مک د اداري فساد د زیان لیدنې آمر نجیب سلطاني و ویل، چې د کانونو وزارت تر اوسه پورې د قرارداونو د ارزونې او څېړنې لپاره کومه تخنیکي کمېټه نه ده جوړه کړې.

نوموړي زیاته کړه، چې د همدې کمېټې نه شتون د قرادادونو د دوادطلبۍ په پروسه کې فساد ته زمینه برابره کړې ده.

له دې سره تر څنګ د مک اداري مسوول اجمل شاکر و ویل، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د مک کمېتې د اصلاحي وړاندیزو په پلي کولو کې پاتې راغلی دی.

د هغه په وینا مک ۳ میاشتې وړاندې کانونو وزارت ته یو شمېر اصلاحي وړاندیزونه ورکړي و، چې ۹۱ یې تر اوسه نه دي پلي شوي، ۴۸ یې د پلي کېدو په حال کې دي او ۲۲ نور یې ځندول شوي دي.

باید و ویل شي، چې مک کمېټې کانونو او پټرولیم وزارت ته ۱۹۱ اصلاحي وړاندیزونه کړي او دوه کاله یې وخت ورکړی دی، چې دغه وړاندیزونه عملي کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 


د مطلب کود: 121500

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121500/

جمهور
  https://www.jomhornews.com