مشرانو جرګه:

د اسلامي هېواد د همکارۍ سازمان باید د هسکې مېنې په جومات د برید څېړنه وکړي

28 میزان 1398 ساعت 13:31

مشرانو جرګه وايي، د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالۍ کې د جودري په جومات کې د شوې خونړۍ چاودنې په تړاو به د اسلامي همکاریو سازمان ته یو لیک ولېږي.


مشرانو جرګه وايي، د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالۍ کې د جودري په جومات کې د شوې خونړۍ چاودنې په تړاو به د اسلامي همکاریو سازمان ته یو لیک ولېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مشرانو جرګې په جومات کې پر لمونځ کوونکو برید د اسلام پر ضد یوه دسیسه وبلله او ویې ویل، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ پېښه باید د اسلامي هېواد د همکارۍ سازمان له خوا په جدي توګه وڅېړل شي.

د جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار و ویل، چې مشرانو جرګه به په همدې تړاو د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان ته یو لېک ولېږي او ترې و به غواړي، چې یاده پېښه په یوه بېړنۍ غونډه کې وڅېړي.

په ورته وخت کې نوموړي پر افغان حکومت غږ وکړ، چې دغه پېښه په جدي ډول وېڅړي او عاملین یې په علني شکل په عام محضر کې مجازات کړي تر چې بیا څوک د داسې ناوړه او اسلام ضد پېښې د رامنځ ته کولو جرآت ونه کړي.

سناتورانو نه یوازې د هسکې مېنې ولسوالۍ خونړۍ پېښه په کلکو ټکو وغندله بلکې و یې ویل، چې دغه ډول پېښ د قومي اختلافاتو او له جومات څخه د خلکو د لرې کولو په موخه د اسلام او افغانستان د دښمنانونو له خوا تر سره کېږي.

دوی ویل، دغه پېښه کېدای شي بهرنیو استخباراتو د افغانستان د خلکو تر منځ د نفاق رامنځ ته کولو په موخه کړې وي، ځکه د دوی په وینا، داعش، طالبان او نورې ترهګرې ډلې د بهرنیو استخباراتي کړیو پر مټ او ملاتړ په افغانستان کې فعالیت لري او داسې جنایتونه تر سره کوي.

د مشرانو جرګې غړو په جوماتونو او تکیه خانو بریدونو ته په اشارې و ویل، که دغه بریدونه د داعش له خوا کېږي، نو حکومت باید د داعش ډول زندانیان د هسکې مېنې د همدې جومات سره په عام محضر کې په دار وځړوي، تر څو نورو ترهګرو ډلو ته د عبرت سبب شي.

بل خوا ځینو سناتورانو ویل، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په یوازې سر د امنیت د تامین جوګه نه دي او په دې برخه کې باید خلک هم ورسره مرسته وکړي او د خپلو سیمو په امنیت ساتنه کې برخه واخلي.

د جرګې غړي باز محمد زرمتي و ویل، که خلک د خپلو سیمو د امنیت د تامین په برخه کې له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکاري او مرسته وکړي، ډېر ژر به امنیت تامین او ترهګرې ډلې له منځه ولاړې شي.

د یادونې وړ ده، چې د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودري سیمې په یوه جومات کې د لمانځه پر مهال چاودنې ۷۲ تنه شهیدان او ۳۶ تنه نور ټپیان کړل.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني


 
 


د مطلب کود: 121502

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121502/

جمهور
  https://www.jomhornews.com