هند وايي د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې یې پر اورپکو بمبار کړی

29 میزان 1398 ساعت 10:41

د هند د پوځ مشر جنرال بيپين روات وايي، د هند هوايي ځواک د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د وسله والو اورپکو په مرکزونو هوايي برید کړی دی.


د هند د پوځ مشر جنرال بيپين روات وايي، د هند هوايي ځواک د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې د وسله والو اورپکو په مرکزونو هوايي برید کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال روات وايي، د اورپکو په دریو مرکزونو هوايي برید شوی او په دې برید کې لس پاکستاني اورپکي او عسکر وژل شوي دي.

هند ادعا کوي چې په دې مرکزونو کې وسله وال روزل کېدل او دوی د هند پر وړاندې په روانو ورانکاره فعالیتونو کې برخه اخیسته.

خو تر دې وړاندې پاکستان ویلي، د هندي ځواکونو په برید کې پنځه ملکي پاکستانیان وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121530

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121530/

جمهور
  https://www.jomhornews.com