دفاع وزارت:

بغلان کې د طالبانو مرستیال والي او ولسوال وژل شوي دي

29 میزان 1398 ساعت 14:24

ملي دفاع وزارت وايي، د بغلان ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي او د روی دو آب ولسوالۍ لپاره د دوی ولسوال د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.


ملي دفاع وزارت وايي، د بغلان ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي او د روی دو آب ولسوالۍ لپاره د دوی ولسوال د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د تلې ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو تېره شپه د بغلان ډنډ غوري سیمه کې عملیات کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د بغلان لپاره د طالبانو مرستیال والي قاري بختیار او د روی دو آب ولسوالۍ لپاره د هغوی ولسوال مولوي شمشاد ګډون لسګونه طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې ۸ کلي د وسله والو له شتون څخه پاک شوي او دغه راز د طالبانو یو ماین جوړولو یو مرکز، د موټرو ورکشاپ، یو هایلکس موټر او ۳۰ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121539

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121539/

جمهور
  https://www.jomhornews.com