د امریکا دفاع وزیر:

له افغانستان مو د ځواکونو ایستل د سولې تړون پوړې تړلي دي

29 میزان 1398 ساعت 14:48

د امریکا دفاع وزیر مارک سپر چې کابل ته په یوه نااعلان شوي سفر راغلی وایي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د سولې تړون پورې تړلي دي.


د امریکا دفاع وزیر مارک سپر چې کابل ته په یوه نااعلان شوي سفر راغلی وایي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د سولې تړون پورې تړلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مارک سپر چې نن دوشنبې د تلې ۲۹ مه کابل کې یوې خبري ناسته کې خبرې کولې و ویل، چې له سوریې د سرتېرو ایستل حتمي دي او له افغانستان به هم امریکايي سرتېري و ایستل شي، خو په وینا یې د سوريې او افغانستان وضعیت ډېر سره توپیر لري.

نوموړي زیاته کړه، امریکا په افغانستان کې هم تر ډېره وخته د پاتې کېدو لېوال نه ده، خو په خبره یې افغانستان کې د سرتېرو هر ډول کمښت له طالبانو سره د سولې تړون پورې تړلی دی.

د امریکا دفاع وزیر و ویل، چې امریکا په افغانستان کې میلیاردونه ډالر پانګونه کړې، له افغان ملګرو سره د همکارۍ اوږدمهاله ژمتیا لري.

دغه راز هغه زیاته کړه، چې افغان او امریکایي ځواکونو د افغانستان د خلکو د ساتنې لپاره قربانۍ ورکړې نو امریکا به تر هغې افغانستان کې پاتې وي، تر چې دا ډاډ تر لاسه کړي، چې نور دا هېواد بیا د ترهګرو په خوندي ځاله نه بدلېږي.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر ټينګارو کړ، چې هېواد یې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره دوامداره همکاریو ته ژمن دی.
د یادونې ده، چې د امریکا دفاع وزیر پرون یکشنبې د تلې ۲۸ مه په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی او له افغان ولسمشر او اجرائیه رییس سره یې جلا جلا وکتل.

نوموړي له افغان مشرانو سره پر سولې، امنیت او ټاکنو خبرې کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان ته د سفر موخه یې د سولې لپاره هڅې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121542

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121542/

جمهور
  https://www.jomhornews.com