۰

چین د سولې په تړاو د افغان سیاسیون او طالبانو غونډه جوړوي

سی شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۷
سرچینې وايي، چین غواړي د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د افغان سیاسیون او طالبانو تر منځ د سولې په نوم یوه ناسته جوړه کړي.
چین د سولې په تړاو د افغان سیاسیون او طالبانو غونډه جوړوي
سرچینې وايي، چین غواړي د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د افغان سیاسیون او طالبانو تر منځ د سولې په نوم یوه ناسته جوړه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي یووالي حکومت یوې سرچینې هم د دغه خبر پخلی کړی او ویلي یې بېجنګ ترې غوښتي، چې خپل استاز وروپېژني.

خو د سرچینې په وینا افغان حکومت چین ته ویلي، چې د ټاکنو پایلو تر اعلان بورې ورته صبر وکړي.

په ورته وخت کې پخواني جهادي مشر اسماعیل خان هم منلې، چې بېجنګ د افغان سیاسیون او طالبانو تر منځ د ناستې جوړولو تابیا کړې ده.

اسماعیل خان ویلي، بېجنګ دغه ناستې ته ۳۰ کسه افغان سیاسیون وربللي، چې مشري په یې د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خاړه وي.

د هغه په وینا یاده ناسته به په راتلونکو لسو ورځو او یا هم دوه اونیو کې وشي او زیاتوي، چې غونډې ته د طالبانو استازو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

د یادونې ده، چې تر روسیې او پاکستان وروسته چین درېیم هېواد دی، چې غواړي د افغان سیاسیون او طالبانو تر منځ د افغان سولې په تړاو هڅه وکړي.

که څه هم افغان حکومت ویلي، چې دوی د سولې د هر ډولو هڅو ملاتړ کوي، خو په وینا یې د سولې خبرې باید د افغان حکومت او ولس په مشرۍ او مالکیت تر سره شي.

حکومت پر سیاسیون دا غږ هم کړي، چې د سولې په برخه کې ورسره همغږي شي تر څو له یوه ادرس څخه د سولې خبرې مخ ته یوړل شي او مثبته پایله ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي