۰

جنرال مېلر: دوه زره سرتېري مو له افغانستان څخه ایستلي

سی شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۶
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکات مېلر وایي، امریکا په تېر یوه کال کې خپل دوه زره سرتېري له دغه هېواده ایستلي دي.
جنرال مېلر: دوه زره سرتېري مو له افغانستان څخه ایستلي
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي امریکايي قوماندان جنرال سکات مېلر وایي، امریکا په تېر یوه کال کې خپل دوه زره سرتېري له دغه هېواده ایستلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال مېلر دغه څرګندونې پرون دوشنبې د تلې ۲۹ مه کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وکړې.

په دغه کنفرانس کې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر، د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیران اسدالله خالد او مسعود اندرابي هم وو.

جنرال سکاټ مېلر و ویل، چې د ۲ زره سرتېرو په ایستو سره اوس په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۱۲ زره ته راکم شوی دی.

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو سرپرست وزیرانو هم تایید کړه، چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ایستل شوي او دوی پرې خبر دي.

خو په وینا یې افغان ځواکونه د امنیت د ساتلو توان او ظرفیت لري.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر هم ویلي و، چې امریکا کولی شي ځواکونه وباسي او شمېر یې ۸۶۰۰ تنو ته راټيټ کړي، خو په وینا یې دا څه به له ترهګرۍ پر مبارزې اغېز ونه کړي.

نوموړي له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټېنګار کړی او ویلي دي چې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد به جګړه روانه وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي