روسیې، افغان پولې ته نېږدې پوځي تمرینات پیل کړي

30 میزان 1398 ساعت 8:52

راپورونه وايي، روسیې او ملګرو هېوادونو یې په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته نږدې پراخ نظامي تمرینات پیل کړي دي.


راپورونه وايي، روسیې او ملګرو هېوادونو یې په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته نږدې پراخ نظامي تمرینات پیل کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې روسي رسنیو ویلي، په دې نظامي تمریناتو کې شپږو هېوادونو برخه اخیستې ده او د افغانستان له پولې سره نږدې د تاجکستان په خاوره کې ترسره کېږي.

روسیې دغه تمریناتو ته (د ۲۰۱۹ کال نه ماتېدونکي وروري) نوم ورکړی دی، چې د مسکو په مشرۍ تاجکستان، بلاروس، ارمانیا، قزاقستان، قرغزستان په کې برخه اخیستې ده.

روسیه وایي د دې تمریناتو موخه د هغو تهدیداتو پر وړاندې تیاری ښودل دي چې د نړیوالې ترهګرۍ له لوري مرکزي اسیا او روسیې ته متوجه دي.

روسي چارواکي وايي چې دا تر ټولو ستر نظامي تمرینات دي او دا لړۍ به ادامه پیدا کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 121554

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121554/

جمهور
  https://www.jomhornews.com