۰
امریکایي رسنۍ:

پنټاګون له افغانستان د ټولو عسکرو د ایستلو پلان جوړ کړی

سی شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۱
امریکايي رسنۍ وايي، امریکا د خپلو ټولو عسکرو د احتمالي وتلو لپاره یو بېړنی پلان جوړ کړی دی.
پنټاګون له افغانستان د ټولو عسکرو د ایستلو پلان جوړ کړی
امریکايي رسنۍ وايي، امریکا د خپلو ټولو عسکرو د احتمالي وتلو لپاره یو بېړنی پلان جوړ کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکايي رسنۍ په پنټاګون کې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، په سوریه کې د عسکرو په اړه د ټرمپ پرېکړې دې ته اړ کړي څو له افغانستان د ټولو ځواکونو د وتلو په اړه یو مخکینی پلان ولري.

دغه سرچینې ویلي ښایي ټرمپ په ناڅاپي توګه د سرتېرو د ایستلو پرېکړه وکړي او پنټاګون ته څو اونۍ وخت ورکړي، نو دوی به مخکې له مخکې پلان ولري.

د پنټاګون چارواکو ویلي له افغانستان د ټولو عسکرو د ایستلو پلان له سپینې ماڼۍ سره په ګډه جوړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په کابل کې د بهرنیو ځواکونو عمومي امریکایي قوماندان جنرال سکاټ مېلر و ویل، چې دوی په تېر یوه کال کې خپل دوه زره سرتېري له افغانستان څخه ایستلي دي.

په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزیر هم د سرتېرو د کمولو خبره کړې او ویلي یې دي، چې کېدای شي په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ تنو ته راټيټ کړي.

خو په وینا یې د سرتېرو کمول به له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د افغان ځواکونو په ملاتړ او تجهیز هېڅ ډول ناوړه اغېز ونه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي