د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، تر هغې چې په افغانستان کې سوله نه وي راغلې، د طالبانو او نورو ترهګرو ډولو پر ضد به قوي پوځي مبارزه رونه وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې مارک اسپر دغه څرګندونې پرون دوشنبې د تلې ۲۹ مه بروکسل ته له روانېدو مخکې کابل کې له خبریالانو سره خبرو کې وکړې.
نوموړي و ویل، چې امریکا به د یوه سوله ییز، باثبات او سوله کاله افغانستان د جوړېدو او سولې لپاره د افغانستان د حکومت په مشرۍ د هلو ځلو ننګه وکړي او په دې برخو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د امریکا دفاع وزیر ټینګار وکړ، چې د مذاکراتو له لارې د یو سیاسي موافقې ترلاسه کول د دې نتیجې د ترلاسه کولو تر ټولو ښه لار ده.
هغه ویلي« د دغې نتیجې د ترلاسه کولو پورې موږ د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد چې د افغانستان د ولس په وړاندې تاوتریخوالی کوي، قوي پوځي مبارزې ته دوام ورکوو.»
مارک اسپر زیاته کړه، چې د ټاکنو د پایلو په پام کې نیولو پرته د افغانستان سره د امریکا امنیتي مشارکت به په خپل ځای پاته وي.
د امریکا دفاع وزیر ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د امریکا ماموریت ندی بدل شوی او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه به دوام وکړي.
د یادونې ده، چې د امریکا دفاع وزیر وړمه ورځ کابل ته راغلی و او د ولسمشر غني سربېره یې د ځینو نورو افغان چارواکو سره هم خبرې وکړې.
هغه و ویل، چې افغانستان ته یې د سفر موخه له افغان چارواکو سره د سولې د مذاکراتو د بیا پیل په اړه وو.
جمهورخبري آژانس:کابل