۰

سیمه ییز چارواکي: غزني کې نهه تنه طالبان په زهرو وژل شوي

سی شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۶
سیمه ییز چارواکي وایي، غزني ولایت کې د طالبانو د کویټې شورا د یوه مهم غړي نهه تنه وسله وال طالبان په زهرو وژل شوي دي.
سیمه ییز چارواکي: غزني کې نهه تنه طالبان په زهرو وژل شوي
سیمه ییز چارواکي وایي، غزني ولایت کې د طالبانو د کویټې شورا د یوه مهم غړي نهه تنه وسله وال طالبان په زهرو وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې، خو چارواکو نه دي ویلي، چې وخت رامنځ ته شوې.

د غزني د والي ویاند عارف نوري آزادۍ رادیو ته ویلي، دغه طالبان د خپل منځي اختلافاتو په نتیجه کې مسمو کړای شوي دي.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو تر منځ خپل منځي اختلافات دي، چې کله کله د وسله والو نښتو تر څنګ فرصت پیدا کړي نو یو بل په ډلو کې نفوذي کسان لري او یو د بل افراد مسمووي.

د غزني د والي ویاند وايي، په زهرو وژل شوي کسان ظاهرآ د مولوي اسماعیل د ډلې اړوند دي، چې دی د کوټې شورا یو مهم غړی دی.

نوري وایي، په ولایت کې د مولوي اسماعیل او د طالبانو د سرې قطعې غړو ترمنځ اختلافات شته چې کله نا کله په خپلو کې فزیکي او حتی وسله‌ والو شخړو ته اړ باسي.

دی زیاتوي، چې د معلوماتو له مخې شااوخوا څلور میاشتې د مخه هم په همدې اندړ ولسوالۍ طالبانو ته په اوبو کې زهر ورکړل شوي وو چې ۵ تنه‌یې مړه شول.

ښاغلي نوري وویل په وروستۍ پېښه کې چې یوه ورځ د مخه شوې، ۶ تنه طالبان ځای پر ځای مړه شوي او ۳ نورو یې په یوه سیمه ‌ییز روغتون کې ساه ورکړه.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا خبره په کلکه رد کړې او دا یې تشې اوازې او پروپاګند بللی دی.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي