جاسټین ټروډو بیا د کاناډا لومړی وزیر وټاکل شو

30 میزان 1398 ساعت 10:12

د کاناډا لومړی وزیر جاسټین ټروډو د دوهم ځل لپاره د کاناډا لومړی وزیر وټاکل شو.


د کاناډا لومړی وزیر جاسټین ټروډو د دوهم ځل لپاره د کاناډا لومړی وزیر وټاکل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلی ټروډو و توانېد چې د پرونیو ټاکنو په پایله کې ډېرې رایې خپلې کړي او ټاکنې وګټي.

نوموړي د خپلو پلویانو په منځ کې را ښکاره شوی او د دوی ملاتړ یې ستایلی دی.

د ټولو رایو له شمېرلو وروسته داسې ښکاري چې ډېرې رایې لېبرال حزب ګټلې دي، خو د پارلمان اکثریت چوکۍ یې نه دي خپلې کړې.

د کاناډا لومړی وزیر جاسټین ټروډو ویلي، د اقلیم له بدلون سره مبارزه یې د کارونو په لومړيتوب کې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم لومړي وزیر ټروډو ته د بریا مبارکي ویلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121566

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121566/

جمهور
  https://www.jomhornews.com