سیمه ییز چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو د غزني ولایت د استیناف څارنوالۍ مدیر مجتبی حنیفي په ډزو وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه (د تلې ۲۹ مه) د غزني ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د غزني د والي ویاند عارف نوري د پېښې د پخلي تر څنګ وایي، د استیناف څارنوالۍ اجرائیوي مدیر مجتبی حنیفي خپل کور ته په لاره و، چې ناپېژانده وسله والو پرې ډزې کړې او وژلی یې دي.
تر اوسه د دغه وژنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه شپه هم د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې یو پخوانی جهادي مشر د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوی وو.
جمهورخبري آژانس:غزني