دفاع وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې ۵۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي

30 میزان 1398 ساعت 10:23

ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن سه شنبې د تلې ۳۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹ ګډ یرغلیز او ۲۲ هوايي عملیات تر سره کړي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه شمېر عملیات په غزني، لوګر، کندهار، بغلان، ننګرهار، پکتیکا، هلمند، زابل او قندوز ولایتونو کې تر سره شوي دی.

خبرپاڼه وايي، په دې ټولو ولایتونو کې ۵۲ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۴ تنه ټپیان د څلور شکمنو کسانو په ګډون ۸ نور طالبان نیول شوي دي.

ملي دفاع وزارت افغان ځواکونو او ولسي وګړو ته د احتمالي مرګ ژوبلې اوښتو په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 121568

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121568/

جمهور
  https://www.jomhornews.com