امریکايي سناتور:

د سولې هرو خبرو کې باید افغان حکومت وي، اوربند اړین دی

1 عقرب 1398 ساعت 7:49

امریکايي سناتور مایکل والتز وايي، افغان حکومت باید د سولې یو لوری وي او د سولې اړوند ټولو مذاکراتو کې باید ګډون ولري.


امریکايي سناتور مایکل والتز وايي، افغان حکومت باید د سولې یو لوری وي او د سولې اړوند ټولو مذاکراتو کې باید ګډون ولري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې والتز دا هم ویلي، چې له طالبانو باید قوي ضمانت واخستل شي، چې دوی به جګړه نه کوي او له نړیوالو ترهګرو سره به اړیکې پرې کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د یوې رښتینې سولې لپاره اوربند تر هر څه اړین دی، نو د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره اوربند باید لومړنی او مهم شرط وي.

د سناتور والتز په وینا اوس تر هر څه وړاندې د ټاکنو د روان بهیر مدیریت کول مهم دي او د نوي حکومت په راتګ د سولې لپاره لا پیاوړي ګامونه اوچتېدلی شي.

په ورته وخت کې دغه امریکايي سناتور په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور دوام د امریکا او افغانستان په ګټه بللی دی او ټینګار یې کړی چې په وتلو کې بېړه د ټولو په زیان ده.

امریکايي سناتور دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د سولې په تړاو په سفر راوتلی دی.

هغه بروکسل، پاریس او مسکو ته ځي او د دغه هېوادونو له چارواکو سره به پر افغان سولې خبرې وکړي.

خلیلزاد وړاندې د افغان سولې په تړاو د امریکا د پوځ له نوي مشر جنرال مارک میلي سره هم لیدلي و او زیاته کړې یې وه، له هغه سره یې توافق کړی، چې د افغان جګړې لپاره به سیاسي حل لار پیدا کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 121583

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/121583/

جمهور
  https://www.jomhornews.com