۰

قطر کې د طالبانو او چینايي دیپلوماتونو لیدنه، طالبان یې د بېجنګ غونډې ته غوښتي

چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۳
د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړي استازي دنګ شي جون په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر او ورسره پلاوي سره کتلي دي.
قطر کې د طالبانو او چینايي دیپلوماتونو لیدنه، طالبان یې د بېجنګ غونډې ته غوښتي
د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړي استازي دنګ شي جون په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر او ورسره پلاوي سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شي جون او په قطر کې د چین سفیر پرون سه شنبې د تلې ۳۰ مه دوحه کې له طالب استازو سره کتلي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم د دغه لیدنې پخلی کړی ویلي یې دي، چې دواړو لورو بېجنګ کې د راتلونکې بین الاافغاني ناستې په تړاو خبرې وکړې.

شاهین ویلي، د چین ځانګړي استازي طالبانو ته هم بلنه ورکړه، چې په دغه جوړېدونکې بین الاافغاني ناسته کې ګډون وکړي.

نوموړي ویلي، طالبانو د چین بلنه منلې خو وايي، په دغه ناسته کې به د ټولو لورو استازي د افرادو په توګه ګډون کوي او خپل شخصي نظرونه به سره تبادله کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند زیاته کړې، چې دا ناسته د مسکو او دوحې د بین الاافغاني ناستو لړۍ ده.

ټاکل شوې بېجنګ کې د سولې په تړاو بین الاافغاني ناسته د راتلونکې اونۍ په دوشنبې او سه شنبې تر سره شي.

دغه ناسته کې د افغان حکومت، پاکستان، روسیې او امریکا استازو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم وايي، افغان حکومت ته بلنه ورکړل شوې، خو په وینا یې حکومت په دې کار کوي او وروسته به معلومات له خپل ولس سره شریک کړي.

بل خوا افغان سیاسیون ویلي، چې د پخوانی ولسمشر حامد کرزي په ګډون به ۳۰ کسیزه پلاوی د بېجنګ په غونډه کې ګډون وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې، چې دوی ته د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو دا چې ګډون به به کې وکړي که نه څه یې نه دي ویلي.

په چین کې دغه بین الاافغاني ناسته پر داسې مهال جوړېږي، چې ټاکل شوې په راتلونکو دوه ورځو کې مسکو هم ورته یوه غونډه جوړه کړي.

ویل کېږي، د مسکو په ناسته کې به د روسیې، امریکا، چین او پاکستان استازي ګډون ولري، خو دا چې افغان حکومت او سیاسیون وربلل شوي که نه په اړه یې معلومات نشته.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي