امریکا او اروپايي ټولنې توافق کړی، چې د افغان حکومت له مشرانو، طالبانو او افغان سیاسیون سره به په ګډه په افغانستان کې د سولې لپاره کار کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکا او اروپايی ټولنې تر منځ دغه توافق بروکسل ته د خلیلزاد د سفر او د اروپايي ټولنې له استازو سره د لیدنو کتو په ترڅ کې شوی دی.
خلیلزاد چې تازه یې د افغان سولې په تړاو خپل سفر پیل کړی پرون سه شنبې د تلې ۳۰ مه بروکسل ته ولاړ او د ناټو له مشر او استازو او دغه راز د اروپايي ټولنې له استازو سره یې وکتل.
نوموړي بروکسل کې د ناټو او اروپايي ټولنې له استازو چې په کې د برېتانیا، المان، ناروې او ځینو نورو هېوادونو استازي هم و د افغان سولې په تړاو یوه ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میرویس ناب هم ګډون درلود او په جلا توګه یې له زلمي خلیلزاد سره هم لیدلي دي.
راپورونه وایي، د خلیلزاد او اروپايي ټولنې د استازو تر منځ ناسته کې پر دې توافق وشو، چې د افغان حکومت له مشرانو، طالبانو او افغان سیاسیون سره به په ګډه د افغان سولې لپاره هڅه کوي.
د امریکا او اروپايي ټولنې استازو په دې ناسته او توافق کې د جګړې له ښکېلو غاړو د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه هم کړې ده.
په ورته وخت کې ځینې راپورنه وایي، دغه استازو د افغان حکومت له مشرانو غوښتي، چې ژر تر ژره د سولې مذاکراتي ټیم وټاکي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میرویس ناب وایي، له خلیلزاد سره لیدنه کې یې پر افغان سولې خبرې کړې دي.
د هغه په وینا افغانستان کې تل پاتې او رښتینې سوله هغه وخت راتلای شي، چې د سولې د خبرو مشري او مالکیت د افغان حکومت او افغانانو په لاس کې وي.
جمهورخبري آژانس:کابل