۰
د عراق پوځ:

امریکایي عسکرو ته خپله خاوره کې د پاتې کېدو اجازه نه ورکوو

چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۰
د عراق پوځ وایي، هغه امریکایي سرتېري چې له سوریې څخه وتلي دي، د دوی په خاره کې تر لنډې مودې وروسته باید ووځي.
امریکایي عسکرو ته خپله خاوره کې د پاتې کېدو اجازه نه ورکوو
د عراق پوځ وایي، هغه امریکایي سرتېري چې له سوریې څخه وتلي دي، د دوی په خاره کې تر لنډې مودې وروسته باید ووځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عراق پوځ ویلي، دغه امریکايي پوځیان د دوی په خاوره کې د اوسېدو جواز نه لري او نه به هم د پاتې کېدو اجازه ورکړي.

 د یاد هېواد پوځ وایي، امریکایي سرتېرو ته د دې لپاره د خپلې خاورې په کردستان سیمه کې د لنډې مودې لپاره د اوسېدو اجازه ورکوي چې ژر له عراقه دباندې و وځي.

خو په وینا یې هغوی د دې حق نه لري چې هلته پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپیر ویلي، له سوریې څخه به د دوی ځواکونه د عراق غربي سیمو ته ولېږدول شي، څو هلته له عراقي ځواکونو سره د داعش جنګیالو پر وړاندې مبارزه وکړي.

ټاکل شوې زر تنه امریکايي پوځیان د سوریې له شمال څخه وباسي او په عراق کې یې ځای پر ځای کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندې ویلي و، چې په عراق کې یې د پوځیانو د ځای پر ځای کېدو موخه دا ده، چې داعش بیا قوت پیدا نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي